![titre-color](https://watizat.org/wp-content/uploads/2023/10/titre-color.png)
د وتزات WATIZAT انجمن په فرانسه کې د مهاجرینو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابروي
موږ معلوماتو ته د یوې حیاتي سرچینې په توګه ګورو چې کولی شي د خلکو په ژوند کې ریښتیني بدلونونه رامنځته کړي، په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ او زیانمونکو خلکو لپاره
کره معلومات کولای شي دغو خلکو ته د دوې د قانوني حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او په سیمه کې د شته خدماتو او سازمانونو په اړه دوې ته غوره پوهاوی ورکړي
WATIZAT له مختلفو لارو، اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابروي
![Watizat_support_d’information](https://watizat.org/wp-content/uploads/2022/11/Watizat_support_dinformation.jpg)
د معلوماتو وړاندې کول
په چاپي او ډیجیټلي بڼه مهاجرینو او پناه غوښتونکو ته د معلوماتو وړاندې کول ( د مهاجرینو لپاره معلوماتي کتاب ( لارښود)، ځانګړې معلوماتي پاڼې، ویډیو، غږ …) تر څو په سیمه کې د مرستندویه ادارو او سازمانونو سره د مهاجرینو اړیکې رامنځ ته شي
ګرځنده ډلې
په سیمه کې زمونږ د ګرځنده کاري ډلو لخوا او د خپلو شریکانو په ملاتړ د معلوماتو خپرول
![DSC01124](https://watizat.org/wp-content/uploads/2022/11/DSC01124.jpeg)
![20220604_171905](https://watizat.org/wp-content/uploads/2022/11/20220604_171905-2-scaled.jpg)
![Formation](https://watizat.org/wp-content/uploads/2022/10/Formation-scaled.jpg)