ډیجیټلي پروژه

د مهاجرینو لپاره معلوماتي چینل

اوسنۍ نړۍ کې د ډیجیټل ټیکنالوژۍ اهمیت ته په پام سره ، مونږ د یوټیوب چینل له لارې هم معلومات وړاندې کوو ترڅو و شو کولای د فرانسې په خاوره کې مهاجرینو ته په اغیزمن ډول معلومات وړاندې کړو، په ځانګړي توګه هغو خلکو ته چې د سواد کچه يي ټیټه ده او زمونږ معلوماتي کتاب نه شي لوستلی.

په یوتیوب کې مونږ د معلوماتو ګټه داده چې په معلوماتي کتاب کې شته معلومات په ویډويي بڼه وړاندې کوي او تر څنګ يي د اړتیا سره سم نور معلومات هم شته. زمونږ معلومات، د مهاجرت او د بهرنیو اتباعو د حقونو د متخصصینو لخوا چمتو کیږي.

زمونږ ویډیوګانې په پنځو ژبو، فرانسوي، انګریزي، عربي، پښتو او دري کې خپریږي. دوې د ټولنیزو حقونو موضوعات، د پناه غوښتنې پروسو، روغتیا ته لاسرسۍ او همدارنګه د ځانګړو خلکو لپاره مختلف معلومات وړاندې کوي.

زموږ ویډیوګانې په انسټاګرام او ټیک ټاک کې هم شتون لري.

505

د France Terre d’Asile انجمن او د TBWA په ملاتړ، د ژبې د ساده کولو لپاره، موږ د یوې نړیوالې ژبې د سیستم پراساس یوه وسیله رامینځته کړې: emojis. دغه ساده وسیله د مهاجرینو، بې سواده یا غیر اصلي ژبو خلکو سره چې د ژبې ستونزه ولري، مرسته کوي ترڅو په اسانۍ سره معلوماتو ته لاسرسۍ او پوهاوی پیدا کړي. د 505 migrants پروژې ادرسونه هره میاشت نوي کیږي او ټولو ته د لاسرسی وړ دي. دغه وسیله د اوس مهال لپاره په پاریس کې فعاله ده خو په راتلونکي کې به د Île-de-France په ټوله سیمه کې فعاله شي.

د دغې ارتباطي وسیلې کارول

د  505 کارولو لپاره دوه لارې شتون لري:

1) په معلوماتي پاڼه کې QR کود سکین کړئ.

2) د اړیکې د ټینګولو لپاره، وټساپ شمیره په خپل ټیلفون کې اضافه کړئ.

کله چې په وټساپ کې ستاسو د مسیجونو استولو برخه فعاله شوه، نو یوازې باید د اړتیا وړ ایموجي واستوئ تر څو له غوښتنې سره سم تاسو ته د خپلې سیمې نږدې یوه مرستندویه بنسټ پیدا کړي.