د پاریس څانګه

د پاریس دفتر چې زمونږ د انجمن تر ټولو پخوانۍ څانګه ده، په 2017 کالې کې خپل فعالیت پیل کړ. د پروژې بنسټ ایښودونکو لومړی د پناه غوښتونکو لپاره د معلوماتي کتاب د مسودې طرحه جوړه کړه. له ډیرو هڅو وروسته، لومړنۍ معلوماتي کتاب ( لارښود) د 2018 کال د مارچ په میاشت کې چاپ شو چې له هماغه راهیسې هره میاشت په دغه کتاب کې معلوماتي نوي کیږي. په 2019 کال کې، معلوماتي کتاب کې نوي بدلونونه رامنځ ته شول او د قبول شویو مهاجرینو، بې اسناده او بې تابعته وګړو لپاره په کې معلومات اضافه شول.

زمونږ کاري ډله

د انجمن کاري ډله د یو رسمي کارکوونکی چې د همغږي کوونکي دنده لري او د دوو ملکي خدمتونو د کارکوونکو څخه جوړه شوې. د دې ترڅنګ شل رضاکاران چې په کې وکیلان، ژباړونکي، سوسیالان او ډیزانران شامل دي، هره ورځ د معلوماتي کتاب د اغیزمنتیا او نوي کولو لپاره کار کوي

زمونږ سره او د معلوماتي کتاب د لاسته راوړلو لپاره له دغه ایمیل سره اړیکه و نیسئ: paris@watizat.org

ماموریت

  • د معلوماتو څارنه او د معلوماتي کتاب نوي کول: هره میاشت، مونږ په کتاب کې د شته ادارو سره اړیکه نیسو او د دوی د کاري ساعتونو،آدرس او د خدمتونو په اړه نوي معلومات ترلاسه کوو او کتاب کې يي اضافه کوو. مخاطبینو ته د غوره معلومات د رسولو په موخه، زمونږ د معلوماتي کتاب په ډیزان او محتوا کې په منظم ډول تغیرات رامنځ ته کیږي
  • د معلوماتي کتاب چاپول: د خپلې مرستندویه چاپخانې څخه مننه کوو چې هره میاشت مونږ ته په مناسبه بیه دغه کتاب چاپوي او بسته بندي کوي
  • مهاجرینو او مرستندویه بنسټونو ته د معلوماتي کتاب ویشل: زمونږ کاري ډله، هره اونۍ د Austerlitz د هرکلي په مرکز کې سره راټولیږي چې موخه يي په پاریس کې مهاجرینو ته د بیلابیلو لارو لکه د 505 migrants پروژې، یوتیوب چینل او خبرپاڼو په وسیله د معلوماتو وړاندې کول دي. همدارنګه زمونږ مرستندویه بنسټونه چې زمونږ له معلوماتي کتاب څخه په ورځنیو چارو کې ګټه اخلي، د دغه کتاب لپاره سفارش ورکوي.
  • ژباړه: زمونږ معلوماتي کتاب په پنځو ژبو، پښتو، دري، فرانسوي، انګریزي او عربي ژبو کې له نویو معلوماتو سره شتون لري
  • روزنیز پروګرامونه : WATIZAT د 2021 کال راهیسې، په سیمه کې د مرستندویه ډلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړوي تر څو دوې وشي کولای مهاجرینو ته اغیزمن معلومات وړاندې کړي او دوې ته لارښوونه وکړي. دغه روزنیز پروګرامونه زمونږ د انجمن رضاکارانو او په پاریس کې د نورو مرستندویه ډلو لپاره جوړیږي. د روزنیر پروګرامونو محتوا داده چې څه ډول او له کومو اغیزمونو لارو مهاجرینو ته کره او د باور وړ معلومات وړاندې شي. په چاپی او ډیجیټلي بڼه مهاجرینو ته معلوماتو ورکول او د دغو معلوماتو پر لارو چارو هم په روزنیزو پروګرامونو کې زده کړه ورکول کیږي.